د زده کړیالانو علمي سمینارونو په لړ کې تېره ورځ د ستوماتولوژۍ پوهنځی د دویم سمستر زده کړیالې محترمې کیمیا “شیرزاد” خپل علمي سمینار ارایه کړ.

د زده کړیالانو علمي سمینارونو په لړ کې تېره ورځ د ستوماتولوژۍ پوهنځی د دویم سمستر زده کړیالې محترمې کیمیا “شیرزاد” خپل علمي سمینار ارایه کړ.

تېره ورځ دوشنبه د میزان میاشتې پر ۴ مه نېټه د شیرزي افغان لوړو زده کړو موسسې د ستوماتولوژۍ پوهنځي دویم سمستر زده کړیالې اغلې کیمیا “شيرزاد “(ایتانول / الکول) موضوع لرونکی سمینار د زده کړیالانو او استادانو په شتون کې وړاندې کړ، چې موخه یې د محصلینو د وړتیا څرګندول او علمي پیاوړتیا وه.

اغلې کیمیا ټولو ګدونوالو ته موضوع په بشپړ ډول تشریح کړه او د اختتام وروسته یې د ګډون والو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د شیرزي افغان لوړو زده کړو موسسې علمي مشاور مجیب الرحمن رسولي د نوموړې زده کړیالې سمینار وستایه او د نورو زده کړیالانو څخه یې هم په خپلو څانګو کې د داسې مهمو سمینارونو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه، په پای کې د ستوماتولوژۍ پوهنځي رئیس محترم نعمت الله الکوزي اغلې کیمیا په ترتیب شوي ستاینلیک و ستایله او د لابریاوو هیله یې څرګنده کړه.

هیره دې نه وي چې د شیرزي افغان لوړو زده کړو موسسه تل په علمي ډګر کې هڅه کوي ترڅو وخت پر وخت زده کړیالانو ته د ظرفیت لوړونې پر پار علمي سمینارونه او ورکشاپونه وړاندې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *