د شیرزي افغان لوړو زده کړو موسسې د زده کړیالانو چارو مرستیال (منور نوري) نن د زده کړیالانو د شورا عمومی مسؤل او استازي ټاکلو لپاره د زده کړیالانو له استازو سره ناسته درلوده.

د شیرزي افغان لوړو زده کړو موسسې د زده کړیالانو چارو مرستیال (منور نوري) نن د زده کړیالانو د شورا عمومی مسؤل او استازي ټاکلو لپاره د زده کړیالانو له استازو سره ناسته درلوده.

په ناسته کي ښاغلي نوري د زده کړیالانو د شورا په اهمیت، لاسته راوړنو او ګتورتوب رڼا واچوله او د یادې شورا کړنې یې څرګندې او اړونده لازمې لارښوونې د ګډون والو سره شریکې کړې. وروسته د یادې موسسې علمي مشاور زده کړیالانو ته د همیشنۍ همکارۍ ډاډ ورکړ او په راتلونکې کې یې ورڅخه د لاسته راوړنو هیله څرګنده کړه.

په پای کې د شیرزی افغان لوړو زده کړو موسسې مالي مدير (خیر محمد شیرزي) زده کړیالانو ته د دوي د ورځیني علمي او فرهنګي فعالیتونو د مالي امکاناتو زمینې مساعدولو ډاډ ورکړ او تمه یې وښوده چې د تل په څیر به لا بریالي یو.

د شیرزي افغان لوړو زده کړو موسسې رهبري تل هڅه کوي ترڅو زده کړیالان هم په علمي او هم فرهنګي برخو کې سالم و روزي او ټولنې ته یې د غوره خدمت په پار وړاندې کړي.

خپرنیزه څانګه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *