د شیرزي افغان لوړو زده کړو موسسې رهبرۍ شورا خپلمنځي ناسته وکړه:

د شیرزي افغان لوړو زده کړو موسسې رهبرۍ شورا خپلمنځي ناسته وکړه:

په ناسته کې د شیرزي افغان د لوړو زده کړو مؤسسي رئیس دوکتورغلام علی شیرزی، علمي مشاور ، د زده کړیالانو چارو مرستیال منور نوری، دتضمین کیفیت او اعتبار ورکونی آمر سید هلال کمیل، د lT مدیر عبدالله فاروقی، مالی مدیر خیر محمد شیرزی ،دښوونې او روزنې پوهنځي رئیس عبدالحکیم متین او د غاښونو عالي طب پوهنځي ریس داکتر نعمت الله الکوزي شتون درلود.

چې په یاده ناسته کې په لاندې موضوعات بحث وشو او د مسؤولينو څخه یې په ټاکلي وخت د اجرآتو غوښتنه وشوه!

* د استادانو ځان ارزونه

* د ٢٠ سلنه ازموینو پیل

* دخپلو کړنو راپورونه د مسؤلینو سره په خپل وخت شریکول

* د استادانو د علمی سمینارونو په وړاندي کولو ټینګار

دشیرزي افغان لوړو زده کړو موسسه تل هڅه کوي ترڅو په تدریسي او اداري چارو کې لا بهتر والی راولي او ټولنې ته ښه تحصیلي خدمات وړاندې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *