
د شیرزي افغان لوړو زده کړو موسسې اعتبار ورکونی آمریت ناسته وکړه:
په ناسته کې د شیرزي افغان د لوړو زده کړو علمي مشاور، د محصلانو چارو مرستیال منور نوري، د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونی آمر سید هلال کمیل، مالی او اداری مدیر خیرمحمد شیرزی، د غاښونو عالی طب پوهنځي ریس داکتر نعمت الله الکوزي، ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس عبدالحکیم متین، د دواړو پوهنځیو تدریسی مدیرانو، محترمو امیرینو او با احساسه استادانو شتون درلود.
دا چې د شیرزي افغان لوړو زده کړو موسسه د اعتبار ترلاسه کیدو لومړۍ مرحلې ته کاندیده ده، نو د یادې موسسې اعتبار ورکونی آمر او علمي مشاور مسؤولينو ته د لومړۍ مرحلې د ترلاسه کیدا لپاره د بشپړې تیارۍ په پار لازمې او اړینې لارښوونې وکړې ترڅو د لوړو زده کړو وزارت څخه راتلونکي څارونکي هیئت ته پوره همغږي او تیاری ولرو.
شیرزي افغان لوړو زده کړو موسسه تل هڅه کوي ترڅو په تدریسي او اداري چارو کې لا بهتر والی او سمون راولي او ټولنې ته ښه او معیاری تحصیلي خدمات وړاندې کړي.