شیرزي افغان دلوړو زده کړو موسسې د غاښونو عالي طب پوهنځي د تدریسي بهیر د لا ښه والي په موخه یاد پوهنځي محترمو داکترانو سره ناسته وکړه:

شیرزي افغان دلوړو زده کړو موسسې د غاښونو عالي طب پوهنځي د تدریسي بهیر د لا ښه والي په موخه یاد پوهنځي محترمو داکترانو سره ناسته وکړه:

په یاده ناسته کې چي د شیرزي افغان د لوړو زده کړو موسسې محترم علمي مشاور ، غاښونو عالی طب پوهنځي رئیس ، تضمین کیفیت او اعتبارورکونی آمر، تدریسي مدیر او با احساسه داکتر صاحبانو (استادانو) شتون درلود.

په ډیرو مهمو موضوعاتو لکه

* د وخت او حاضرۍ پابندي، په علمی او معلوماتی سمینارونو کې فعاله ګډون ، د زده کړیالانو حاضرۍ کې قانونیت او جدیت، زده کړیالانو سره په تحقیق او څیړنو کې لارښوونې او مرسته، کورس پالیسي، درسي پلانونه، په عملي او لابراتواري کارونو ټینګار، په کمیټو کي مرسته او د کمېټو روزمره فعالیتونو او اړوند نور هغه موضوعات وو چې په ننې ناسته کې ورباندې بحث وشو او مسوولینو ته یې لازمې سپارښتنې وشوې.

په پای کې د ګډونوالو څخه مننه وشوه او همدا ډول ناستې د بهتر والي،سمون او لا ښه کیفیت معیار وبلل شو او ناسته د ازاد بحث او نظریاتو د اوریدو وروسته په اختتامیه دعا سره پای ته ورسیده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *