
د شیرزي افغان لوړو زده کړو موسسې تضمين کیفیت او اعتبار ورکونی آمریت له خوا.
د غاښونو عالی طب او د ښوونې او روزنې پوهنځيو علمي کدرونو ته د اکاډمیکو کړنو لایحه او انفرادي پلان جوړونې یو ورځنی ورکشاپ د یاد علمي نهاد غونډو په تالار کې وړاندې شو.
نن یکشنبه د عقرب میاشتې پر ۱۵ مه نېټه د شیرزي افغان لوړو زده کړو موسسې د دواړو پوهنځیو علمي کدرونو ته (د اکاډمیکو کړنو لایحه او انفرادي پلان جوړونه) موضوع اړوند یو ورځینی ورکشاپ په داسې مهال وړاندې کړ، چې د یاد علمي نهاد ټول استادانو او اداري کارمندانو پکې شتون درلود.
ښاغلی استاد سیدهلال کمیل په ورکشاپ کې د ګډون کوونکو څخه مننه وکړه او ټاکلې موضوع یې د ګډونوالو نظریاتو او پوښتنو په نظر کې نیولو سره هره اړخیزه تشریح کړه.
د شیرزي افغان لوړو زده کړو موسسې علمي مشاور د ښاغلي استاد کمیل یو ورځینی ورکشاپ بریالی ارزیابي کړ، د وړتیاوو یې ستاینه وکړه او د لابریاوو او د نورو غوره فعالیتونو د ترسره کیدا هیله یې څرګنده کړه، په پای کې ګډونوالو ته د ورکشاپ تصدیق لیکونه ورکول شول او ورکشاپ د مولوی صاحب عبدالباسط سراج په اختتامیه دعا سره پای و مونده.