د شیرزی افغان لوړو زده کړو موسسې مشرتابه د یادې موسسې د زده کړیالانو له استازو سره ناسته وکړه

د ناستې په پیل کې د دې موسسې مشرتابه ډاکټر غلام علي شیرزي د زده کړیالانو ستونزې او وړاندیزونه واوریدل او زده کړیالانو ته یې د حل ډاډ ورکړ.

ورپسې مشرتابه د موسسې راتلونکي فعالیتونه روښانه کړل او زده کړیالان یې د راتلونکو مثبتو بدلونو څخه خبر کړل.

همداراز په دې ناسته کې د شیرزی افغان لوړو زده کړو موسسې مشرتابه د درسي بهیر، استادانو په نوښتونو او د زده کړیالانو په عملي کارونو ټینګار وکړ او په اړه یې لازمې پریکړې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *