
د شیرزی افغان د لوړو زدهکړو مؤسسه، د علم او عمل د یووالي پر بنسټ ولاړه ده؛ دلته پوهه یوازې په درسي خونو کې نه محدودیږي، بلکې د ژوند له واقعیتونو سره تړلې عملي تجربه ته هم پوره زمینه برابره شوې ده.
زموږ محصلین د ستوماتولوژي په پوهنځی کې، نه یوازې له مجربو استادانو څخه نظري زدهکړې ترلاسه کوي، بلکې دتدریسی کلینیک سربیره په پرمختللو لابراتوارونو کې عملي تمرینات هم ترسره کوي، چې د دوی علمي وړتیا ته ژور رښتینی رنګ وربښي.
د مؤسسې لابراتوارونه له عصري او نړیوالو معیارونو سره سم تجهیز شوي دي، او داسې یوه اکادمیکه فضا برابروي چې علمي څېړنې، تخنیکي تمرینات او مسلکي پیاوړتیا پکې په غوره توګه وده کوي.
موږ باور لرو چې کیفیت یوازې شعار نه، بلکې یو مسئولیت دی. همدا باور موږ ته دا ځواک راکوي چې خپلو محصلینو ته نه یوازې زدهکړې، بلکې یوه روښانه راتلونکې هم ډالۍ کړو.