زبان و ادبیات پشتو

د پښتو څانګې مخینه

شیرزی افغان د لوړو زده کړو خصوصي موسېسه په شمال ختیځ زون کې مخکښه خصوصي موسېسه ده.چې په ۱۳۹۴ لمریز کال کې یې په کار پیل وکړ. ترڅو د ګران هیواد د ابادۍ او په علمي ډګر کې د ملي ،اسلامي او کلتوري ارزښتونو په رڼا کې معیاري زده کړې د رنو هیوادوالو ته وړاندې کړي.هیره دې نه وي چې نوموړې موسېسه د ښوونې او روزنې پوهنځي په درلود سره په اته دپیارتمونو کې مسلکي ښوونکي روزي ،چې د هغه د جملې څخه یو هم د پښتو دپیارتمنت دی چې  نوموړی دیپارتمنت ۱۳۹۴لمریز کال یې د لوړو زده کړو وزارت څخه جواز ترلاسه کړ او په ۱۳۹۴لمریز کال کې په تدریسي ډګر کې خپل فعالیت پیل کړ او تر اوسه یې دیارلس دورې فارغین خپلې ټولنې ته وړاندې کړي په بیلابیلو برخو په دنده بوخت دي او د خپل هیواد په چوپړ کې دي .اوس مهال ډیری پوهنپالان په نوموړي دیپارتمنت کې په  زده کړه بوخت دي  د پښتو ژبې او ادب برخه کې تدریسي چارې په ملي او نړیوالو معیارونو برابرې د شپږو تنو پیاوړو تجربه لرونکو استادانو له خوا پرمخ وړل کېږي. د پښتو څانګې امریت هڅّه کوي چې خپلو محصیلونو ته اکاډمیکې فرهنګي او کلتوري اسانتیاوې لکه .ارام تدریسي چاپیریال، پرمختللي وسایل ، بډایه کتابتون، کلتوري او فرهنګي ارزښتونو پیژندنه، د لیکلو او ژباړلو هنر او زده کړه وړاندې کړي

لیدلوری

شیرزي افغان د لوړو زده کړو خصوصي موسېسې ښوونې او روزنې پوهنځي پښتو څانګه غواړي ،چې د ښوونې او روزنې په برخه کې د نړیوالو او ملي معیارونو پلي کول او نړیوالو سره ځان سیالول،د پښتو ژبې او ادب په برخه کې د منلي او معتبرې مرجع په توګه ځان ځلول

ماموریت

شیرزی افغان د لوړور زده کړو موسېسې د ښوونې او روزنې پوهنځي پښتو څانګه د افغان نسل روزنې په موخه اسلام،هیواد،ولسي،ملي او پښتني ګټو ته ژمن،مسلکي ښوونکو او ځوانانو روزل،د پښتو ژبې او ادب د ودې او بډاینې لپاره ټولنې ته لیکوال،ژباړونکي،کره کتونکي او په نورو ادبي او تولنیزو مسایلو پوه او مسلکي کسانو روزل.

لاسته راوړنې

د شیرزي افغان د لوړو زده کړوخصوصي موسېسه چې د علم او پوهې په ډګر کې  یوه پیاوړې او پرمختللې موسېسه ده چې د ښوونې او روزنې په ډګر کې د کمیا دیپارتمنت،بیولوژي، ریاضي، تاریخ، انګلیسي او دري د یپارتمنتونو په درلودلو سره  کلونه،کلونه کېږي چې خپلې ټولنې ته کدري ځوانان وړاندې کوي. پښتو څانګې په تېرو څو کلونو کې په سلګونو ځوانان په پوهه سمبال ځوانان ټولنې ته د خدمت او پرمختک په موخه وړاندې کړي چې اوس مهال په بیلابیلو برخو کې په فعالیت بوخت دي د هیواد د ننه خدمات وړاندې کوي

۱ـ ټولنې ته یې په سلګونو  کادري ځوانانو وړاندې کړي.

۲ـ د ټولنې د پوهاوی په موخه د لسګونو سمینارونو وړاندې کړي دي

۳ـ  تر دې دمه پښتو څانګې دوې مقالې د پښتو ژبې او ادب په ډګر کې لیکلې.

۴ـ د سلو څخه زیات د پښتو ادبیاتو په برخه کې پایلیکونه په بیلابیلو موضوعاتو باندې د محصلینو لخوا لیکل شوي.

۵ـ د پښتو ژبې او ادب  د پرمختک په موخه په ګن شمېر محصلین په زده کړه بوخت دي.

د پښتو دیپارتمنت له رامنځ راتګ څخه تر دې مهال په نوموړې موسیسه کې د یو ځانګړي د یپارتمنت په توګه په بازار کې ځای لري.دا دیپارتمنت د ۱۳۹۴ لمریز کال راورسته څه ناڅه ۱۰۰ نوي پوهنپالان یې جذب کړي د یادونې وړ ده چې په۱۴۰۰ لمریز کال  خزاني سمستر کې په هیواد کې  د ورستي تحولات له امله د زده کړیلانو د کمښت په نسبت نوی ټولګی رامنځ ته نشو اما اوس مهال ۸۵ تن پوهنپالان په زده کړه بوخت دي.

د پښتو څانګې د آمر پیغام

هر قوم په خپله ژپه باندې ژوندی دی او هر قوم اوټبر په ژبه باندې پیژندل کېږي د پښتو ژبې ویونکي په پښتو ژبه ګړېږي(خبرې کوي) د فارسي ژبې ویونکي په فارسي ژبه ګړېږي د ازبکي ژبې ویونکي په ازبکي ژبه باندې ګړېږي او داسې نور… نو هر ټبر(قوم) د هغې ژبې په اساس پېژندل کېږي نو الله(ج) په قرآنکریم کې فرمایلي دي (ای مومنانو! تاسو ما د یو نر او ښځې څخه پیدا کړي یاست بیا مې تاسو په شعبو او قبیلو ویشلي یې تر څو تاسو یو بل وپېژنی او په تاسو کې مکرم شخص ماته هغه کس د ی چې تقوا ولري). د کوم قوم او ټبر چې ژبه بډایه وي هغه قوم د لوړ کلتور او فرهنګ څښتن وي که چیرته یوم قوم خپله ژبه هیره کړه هغه قوم سپک کېږي کله چې یوم قوم سپک شي هغه قوم ورکیږي. نو هر وګړي ته اړینه ده چې سربیره پر خپله ژبه په نورو ژبو هم باید خبرې وکړي.که چیرته څوک په یوه ژبه پوه وي نو یو سړی دی او که دوه ژبې  زده وي د دوه وګړو په شان دی.لکه د پښتو ژبې پیاوړی شاعر د ژبې په اړه داسې ویلي.

نورې ژبې زده کول که لوی کمال دی

خــــــــپله ژبه هېرول بې کمـــــالي ده

نو مونږ هم په اړونده موسېسه کې د پښتو څانګې په درلودو سره غواړو چې د پښتون ولس ځوان نسل دخپلې ژبې د تاریخ،ګرامر، کلتوراو فرهنګ   څخه

په پشپړ ډول  اګاه کړو ترڅو د پردیو ژبو له اغیز څخه خوندي وي او خپله ژبه د پرمختک او تکامل تر بریده ورسو.

عبدالودود (وحدت)

د پښتو څانګې آمر 

د يپارتمنت د شورا تایید.

نوموړی جوړ شوی د پښتو څانګې کتلاک د /   ۰۲  /  ۰۹   / ۱۴۰۱/ نتټې د  (  ۲۵  ) پروتکول نمبر په اساس د یپارتمنت د مجلس د بحث وړ او تایید دی.

د پوهنځی علمي د شورا تایید.

نوموړی جوړ شوی د پښتو څانګې کتلاک  د /  ۱۳  /  ۰۹   / ۱۴۰۱ نیټې د (  ۳۶  ) پروتکول نمبر په اساس د دیپارتمنت د پوهنځي د علمي شورا له د بحث وړ او تایید دی

د پښتو څانګې کتلاک

https://drive.google.com/file/d/1Tt6NqYGZOcbgNGHkaaWZukoXOivuX6Cu/view?usp=sharing