
دشیرزي افغان لوړو زده کړو موسسې رهبرۍ د مرور دوره یي اړوند تضمین کیفیت آمریت کې ناسته ترسره کړه:
په یاده ناسته کې دعلمي چارو مشاور، محصلانو چارو مرستیال ښاغلی منور نوري، تضمین کیفیت آمر ښاغلی سیدهلال کمیل، ښوونی او روزنی پوهنځي ریس عبدالحکیم متین، تدریسی مدیر او د اړونده ډیپارټمنټونو ښاغلو آمرینوشتون درلود.
چې په یاده ناسته کې د مرور دوره یي اړوند د رالیږل شوي مکتوب فیډبک د مواردو د عملي کولو په اړه یو لړ سپارښتنې وشوې، ترڅو په لنډ وخت کې د مرور دوره یې اړوند موارد ترتیب او راپور یې د لوړو زده کړو وزارت او اړونده ادارې ته ورکړل شي، چې مسوولو
آمرینو ژمنه وکړه چې په لنډ وخت کې به مطلوبه هیله پوره شي.
شیرزي افغان لوړو زده کړو موسسه تل هڅه کوي ترڅو د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلی سپارښتني، طرزالعملونه او فیډبک په خپل وخت عملی کړي.