شیرزي افغان د لوړو زده کړو خصوصي موسېسې د اسلام ستر لارښود حضرت محمد مصطفی (ص) د سیرت په مناسبت غونډه جوړه کړه.

شیرزي افغان د لوړو زده کړو خصوصي موسېسې د اسلام ستر لارښود حضرت محمد مصطفی (ص) د سیرت په مناسبت غونډه جوړه کړه.

په یاده غونډه کی د موسېسې رهبري غړو، اداری او تدریسي کارمندانو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او زده کړیالانو شتون درلود. د موسېسې علمي مشاور له طرفه میلمنو ته ښه راغلاست او د حضرت محمد (ص) په یاد کې وینا وکړه د موسېسې د دعوت او ارشاد مسول الحاج مولوي محمد نعیم محمدي د یادې غونډې په هکله مهمې خبرې وکړې ورپسې دتعلیمات اسلامي څانګي استاد مولوی عبدالباسط سراج یادې غونډې ته په خپلې وینا سره لا ښکلا ورکړه او د موسېسې با استعداده زده کړیالانو مقالې ، نعتونه او ویناوې غونډئ ته وړاندې کړه په پای کي هڅاند ځوان د اعتبار ورکونی آمر سید هلال کمیل غونډه په خپلو ویناو پای ته ورسوله او د موسېسې څو تنه با احساسه زحمت کښه هڅاند کارمندان او استادان په تحایفو او ستاینلیکونو ونازل شول، په اخر کې مولوي عزیز الله جذاب په دعا سره غونډې ته خاتمه ورکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *