شیرزی افغان د لوړو زده موسیسه یی دعلمي بډاینې په پار تاسي ته وړاندې کوي.

شیرزی افغان د لوړو زده موسیسه یی دعلمي بډاینې په پار تاسي ته وړاندې کوي.

د شیرزي افغان لوړو زده کړو موسسې د غاښونو عالی طب پوهنځي استادانو څخه ښاغلي ډاکتر داریوش یوسفي خپل علمي سمینار د موسسې غونډو په تالار کې وړاندې کړ:

نن دوشنبه د عقرب میاشتې پر ۱۰ مه نېټه د شیرزي افغان لوړو زده کړو موسسې د غاښونو عالي طب پوهنځي استاد داکتر داریوش یوسفي (په غاښونو د انرژیو څښاک منفي اغیزې) موضوع لرونکی سمینار د زده کړیالانو او استادانو په شتون کې وړاندې کړ.

ډاکتر داریوش یوسفی ټولو ګدونوالو ته موضوع په بشپړ ډول تشریح او د اختتام وروسته یې د ګډون والو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د شیرزي افغان لوړو زده کړو موسسې موسس او رئیس ډاکتر غلام علی شیرزي د ښاغلي ډاکټر سمینار بریالی ارزیابي کړ، د وړتیاوو یې ستاینه وکړه د ټولو استادانو او زده کړیالانو څخه یی دعلمي څیړنو هیله وکړه او اشاره یی وکړه چي د علمي نهادونو بنسټ ترقی اوپرمختګ په څیړنو او مطالعي پوري تړلي دي په اخر کی یی د لابریاوو او د نورو غوره فعالیتونو د ترسره کیدا هیله یې څرګنده کړه، چې د استاد صلاح الدین امانی په اختتامیه دعا سره یې پای و مونده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *