
د لوړو زده کړو وزارت څخه د رالیږل شوي مکتوب په اساس شیرزي افغان د لوړو زده کړو
د لوړو زده کړو وزارت څخه د رالیږل شوي مکتوب په اساس شیرزي افغان د لوړو زده کړو مؤسسي د غاښونو عالي طب، ښووني او روزني پوهنځیو ټولو فارغ شوو او اوسنیو زده کړیالانو ته خبر ورکول کیږي چي د روان تحصيلي کال( ١٤٠١ )ترپایه دي خپل د تیرو کلونو دستاژ(عملي دوري) کردټونه ثبت او د ښووني او روزني پوهنځی زده کړیالان دي خپل تیر او اوسني پایلیکونه( منوګرافونو ) دفاع وکړي. دلوړو زده کړو وزارت د لارښووني له مخي به دیادي نیټی څخه وروسته د هیڅ محصل څخه د ستاژ دوري بشپړول او هم د منوګراف دفاع نه اخستل کیږی چی په راتلونکی کي به محصلین د شکایت حق نلري.
موسسه تحصیلات عالی شیرزی افغان
مهد رشد استعدادهای پنهان