
دا ناسته چې د موسسې مشرتابه ډاکټر غلام علي شیرزي او د علمي شورا غړو پکې ګډون کړی و، د استاد سیدهلال کمیل له لوری د قران عظيم الشان مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه .
په دې ناسته کې د موسسې د دواړو پوهنځیو ریسانو د تیر شوي سمستر کاري راپورونه علمي شورا ته وړاندې کړل.
ورپسې د تضمین کیفیت آمر تېرو کړنو په یادونې سره د راتلونکي سمستر لپاره د تضمین کیفیت اړوند د موسسې د پلان له مخې جوړ شوي پروګرامونه د علمي شورا له غړو سره شریک کړل.
علمي شورا یاد پروګرامونه له هر اړخیزې ارزونې وروسته د غړو د اکثریت رایو په اتفاق سره تائيد او تصویب کړل.
د موسسې رییس د ټولو مسولینو څخه چې د موسسي د روښانه لید لوري په موخه یې په ګډه هڅه کړې مننه وکړه او په چارو کې یې ورته د لا بریالیتوبونو هیله څرګنده کړه.
ناسته په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېده.