• له ابي سعید خدري څځه روایت دی چې حضرت محمد (ص) په هغو کسانو لعنت ویل دی چې په مړي باندې د ویر چغې او فریاد کوي.
• په څینو سیمو کې د مړي د کورنۍ له لوري کلیوالو او نورو خلکو ته په معینو ورځو کې طعام او مېلمستیا برابریږي چې فقهاء کرامو د دغه ناوړه عمل څځه منع کړي ده.
• د مړینې په مناسبت را ټول شویو خلکو ته د مړي د کورنی له لوري د خوراکونو چمتو کول ګناه ده.
• د حیله اسقاط لپاره راټول شوی مال به د قبض له پاره یوازې مسکینانو ته ورکول کیږي، غني، ماشوم، لیونی، بې عقل او کافر ته نه ورکول کیږي.
• صدقه به د ریا، شهرت ، رواج او د خلکو د پیغور له امله نه وي.
