د واده په مراسمو کې د رعایت وړ ټکي:

      No Comments on د واده په مراسمو کې د رعایت وړ ټکي:

• له حضرت عایشه ( رض) نه روایت دی چې رسول الله (ص )فرمایي ( په تحقیق سره ډېره برکتي نکاح هغه ده چې لګښت یې کم وي)

د بالغې انجلۍ ولي شرعأ نه شي کولای د هغې له خوښې پرته په اجبار سره یې چاته په نکاح ور کړي.

• کوم مهر چې په نکاح کې ښځې ته ورکول کیږي هغه د ښځې حق دی او څوک یې ترې اخستلی نه شي.

• هغه کوژده چې د شاهدانو په مخ کې عقد ( ایجاب او قبول ) په کې نه وي شرعا نکاح نه بلل کیږي.

• له مهر څخه پرته د ولور، خوړې او خوښي په نامه د خسرګنۍ له خوا او یا د نورو رواجو په نوم پيسې اخستل جایز نه دي، فقها‌ء کرام یې رشوت ګڼي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *